ایکنانیوز د الصباح العربي له قوله راپور راکړی،، دا ډسپلې یا نمایشګرونه دیني معلوماتو ته د لاسرسي د آسانولو په موخې په عصري، نوښتګره او ساده بڼه د نبوي جومات (ص) کې نصب شوي دي. دا نمایشګرونه حج او زیارت کونکو میرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني کتابونه وڅېړي او د فتواګانو او دیني مینځپانګې څخه په ۱۹ ژبو کې استفاده وکړي.
دغه ډسپلې نمایشګرونه د بېلابېلو ملیتونو او کلتورونو د حاجیانو او زیارتوالو لپاره لګول شوي او د نوي ټکنالوژۍ په کارولو سره هڅه کوي چې دیني پوهه په آسانه او د لاسرسي وړ بڼه زائرانو ته وړاندې کړي څو د هغوی معنوي تجربه پیاوړې شي.
په ورته وخت کې، د مکې مکرمې مسجد الحرام د ښځو د چارو ادارې د "زاد" په نوم د علمي پروګرام په چوکاټ کې د صحیح مسلم د "حج" کتاب علمي تشریح پیل کړی، چې موخه ئې د اسلامي اعتدال خپرول او د حج د مناسکو پوهه ده.
د حرام جومات د ښځو چارو د ادارې مرستیالې عایشه العقلا،، په دې اړه وویل: دا پلان په دې لټه کې دی چې د یوه صحیح علمي چلند پر بنسټ، هغو ښځو ته چې د حج د ادا کولو لیوالتیا لري، اړینې پوهې او لارښوونې ورکړي.
دا نوښتونه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج موسم لپاره د مسجد الحرام او نبوي جومات (ص) د عملیاتي پلان برخه ده، چې ځانګړي دیني پروګرامونه پکې شامل دي څو د زائرانو تجربه پیاوړي او پراخه کړي او له اسلامي لارښوونو سره سم د مناسکو ادا کول اسانه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4284503